محمد طاهر زهير د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د تشکيل پرتدريجي او فرهنګ محورى سمون ټينګاروکړ
د اطلاعاتواوفرهنګ دوزارت سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون نن په دغه وزارت کې د دندو بيا کتنې، بدلونونو ، تشکيلاتي جوړښت اواصلاحاتو د څرنګوالي په باب غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په دې غونډه کې چې د دغه وزارت معينان اود بېلابېلو برخو رييسان او آمران او د اداري اصلاحاتواود ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو د اصلاح رييسې هم ګډون کړي و ، خبرې وکړې اود چارو د ښه والي په لاره کې يې د تشکيل بيا کتنه اواصلاح، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوه اړتياوبلله .
هغه ټينګاروکړ چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت اصلاحاتو ته اړتيا لري، خو پړاوپه پړاو نه يوځل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې اصلاحات بايد د ادارې د اړتياوو له په پام کې نيولو سره په دقت، پاملرنې اوجديت ترسره شي چې د چارود ښه والي لپاره زمينه برابره شي او د دغه وزارت بېلابېلې څانګې د عايداتي کېدو په لور لاړې شي .
محمد طاهر زهير زياته کړه چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له استازيو سره د تشکيل د اصلاح په لاره کې همکارۍ ته چمتو دى .
دغه راز په غونډه کې د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تشکيل د اصلاح رياست کارپوه عبدالحسيب مسعودي په مسلکي خدمتونوکې دندوته د بيا کتنې داړتيا اوپړاوونومعلومات ورکړل .
وروسته د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونود خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو د اصلاح رييسې نظيفې جامي د تشکيلاتو اود تشکيلاتو د بېا کتنې په باب د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بېلابېلوبرخو د رييسانو اوآمرانوپوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل .
هغې ټينګاروکړ چې د تشکيل اصلاح به د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مشرتابه، د اړوندو برخو له مسوولينواود مسلکي برخو له ماهرانوسره په سلامشورو کې ترسره شي .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بشري سرچينورييس احمدضيا انوري د باختراژانس خبريال ته وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د تشکيل د اصلاح په مقصد بياکتنه د اداري اصلاحاتو اود ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تشکيلاتود اصلاح له رياست څخه د درې کسيزپلاوي په همکارۍ پيل شوې ده او له دوو څخه تر دريو مياشتو پورې به وخت ونيسي .
هغه زياته کړه چې په لومړي پړاوکې به د ١٣٩٩ تشکيل په لږ بدلون سره اصلاح شي او له دې سره جوخت د دغه وزارت تشکيل ته د عمومي بياکتنې پړاو هم پيلېږي. کابل/ دزمري٤مه /باختر:
