د پروان له توپدرې سټوپې څخه یو بهرني سیلاني لیدنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۴۵
…

سه شنبه( ۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) یو مالیزیایي سيلاني په پروان ولايت کې د توپدرې له سټوپې څخه ليدنه وکړه.

 د ليدنې پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر مولوي نورالرحمن رحماني د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د توپدرې سټوپه يو له تاريخي آبداتو څخه ده، چې د ډېری بهرني سیلانیانو پام یې ځانته راړولی دی، او شاوخوا ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري.

ماليزيايي سيلاني ښاغلي نوسامي ( nosamee)  پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تاريخي او لرغونو سیمو څخه ليدنه یاده کړه او زیاته یې کړه؛ چې افغانستان اوس د یوې آرامه او ډاډمنې فضا څخه برخمن دی او تر بل هر وخت اوس ډېر د سیلانیانو ورتګ لپاره مساعد دی.

 ښاغلي نوسامي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۲۰:۱۴
Background image

زابل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

دوشنبه ( ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د زابل  ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست له لوري د خبریالانو، د رسنیو له مسؤلينو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ غونډه ددې رياست د رٸيس مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۲۰:۱۰
Background image

تاریخي اثار د ټول ملت ګډه شتمني ده

دوشنبه ( ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ښوونیز مرکز کې د موزیم نړیوالې ورځې نمانځلو پرمهال د موزیم اړوند په لسګونه قلمه د بېلابېلو دورو تاريخي اثار هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

یک‌شنبه (۱۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي په خپل کاري دفتر کې له يو شمېر نوښتګرو ځوانانو سره چې ځيني برقي وسایل يې جوړ کړي وو، وکتل.

داطلاع. . .

BACK TO NEWS