نیمروز کې له خبریالانو سره میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
شنبه ( ۲۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام د انځوريزو او غږیزو رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره په خپل کاري دفتر کې میاشتنۍ غونډه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د مياشتنۍ غونډې موخه همغږي، د راپورونو شریکول، اختریز پلان، د ستونزو اورېدل او ستونزو ته رسیدګي کول یاد کړل.
ښاغلي الهام د رسنیو مسؤولین او خبريالان د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د رسنیو له لارې د عامه ذهنيت جوړولو او همداراز د اختریزو پروګرامونو خپرولو ته وهڅول او له مسؤولینو او خبريالانو څخه يې وغوښتل چې د خپلو راپورونو په چمتو کولو او خپرولو کې له زيات دقت او روڼتيا څخه کار واخلي.
ناسته کې ګډون کونکو خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو درلودو له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه؛ د پخوا په پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی دی.
