له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره او د زابل عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول
د زابل اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئيس مولوي احمدمختار په مشرۍ د دې ریاست د غونډو په تالار کې زابلي ځوانانو سره د انسجام او همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدمختار وويل: د ځوانانو، فرهنګیانو او رسنيزو فعالانو همکاري د رياست د چارو ښه ترسره کولو په موخه مهمه ده. ښاغلي مختار زياته کړه، هڅه به وکړي چې د ولايت د تاريخي آبداتو، فرهنګ، رسنيو او ځوانانو اړوند چارې لا پياوړې شي او د عالیقدر اميرالمـؤمنين(حفظه الله) د فرامینو په اړه به هم عامه پوهاوی زيات کړل شي.
دغه راز ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ته د نوي مسؤليت مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه، چې د نوموړي په مشرۍ به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارې لا منظمې او اغېزمنې شي. ځوانانو زیاته کړه، چې د ځوانانو د فکري او فرهنګي ودې لپاره له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره ګډ کار کولو ته چمتو دي او ژمنه يې وکړه، چې د فرهنګي، رسنيزو او ټولنيزو فعاليتونو په پياوړتيا کې به خپل رول ادا کوي.
د یادونې وړ ده، چې د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د لیکوال او فرهنګي ځوان عثمان غني له لوري د مطالعې دود پیاوړتیا او د ځوانانو فکري ودې په موخه ۱۵۰ ټوکه بېلابېل عنوانو درلودنکي کتابونه ډالۍ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له دې فرهنګي اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول مرستې د کتابتونونو د بډاينې او د مطالعې د فرهنګ د ودې لپاره خورا ارزښت لري، په کتابتون کې د کتابونو ډېروالی د لوستونکو لپاره د مطالعې ښه زمينه برابروي او د ټولنې د علمي کچې په لوړولو کې مهم رول لري.
۱۴۴۷/۱۱/۳۰ هـ ق
