نیمروز کې له خبریالانو سره میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
Sun, Apr 07 2024 12:40 PM
…

شنبه ( ۲۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام د انځوريزو او غږیزو رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره په خپل کاري دفتر کې  میاشتنۍ غونډه ترسره کړه.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د مياشتنۍ غونډې موخه همغږي، د راپورونو شریکول، اختریز پلان، د ستونزو اورېدل او ستونزو ته رسیدګي کول یاد کړل.

ښاغلي الهام د رسنیو مسؤولین او خبريالان د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د رسنیو له لارې د عامه ذهنيت جوړولو او همداراز د اختریزو پروګرامونو خپرولو ته وهڅول او له مسؤولینو او خبريالانو څخه يې وغوښتل چې د خپلو راپورونو په چمتو کولو او خپرولو کې له زيات دقت او روڼتيا څخه کار واخلي.

ناسته کې ګډون کونکو خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو درلودو له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه؛ د پخوا په پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی دی.

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS