سرپل ولايت کې د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) ښوونيز سمينار ترسره شوه

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۰:۲
Serepul province

یک‌شنبه (۲۱ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري ۷۰ تنو ځوانانو ته د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) ښوونيز سمينار ترسره شو.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالغفار حقنما ياد ښوونيز سمينار د ځوانانو لپاره مهم وباله، او له دوی يې وغوښتل چې له دې سمينار څخه په خپل کاري ظرفيت لوړونه کې استفاده وکړي.

د خوانانو چارو آمر فیض الله فایز وويل: د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار ) پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت او اکټېډ موسسې په همغږۍ په تول هېواد کې د ځوانانو لپاره د انلاين کاروبار د زمينې برابرولو لپاره جوړ شوی دی، چې سرپل ولايت کې به هم سلګونه ځوانانو ته د انلاين کاروبار مهارتونه وښودل شي او د انلاین کاروبار څښتنان به شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۵۹
Background image

له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره او د زابل عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

 د زابل اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئيس مولوي احمدمختار په مشرۍ د دې ریاست د غونډو په تالار کې زابلي ځوانانو سره د انسجام او همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدمختار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

BACK TO NEWS