سرپل ولايت کې د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) ښوونيز سمينار ترسره شوه
یکشنبه (۲۱ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري ۷۰ تنو ځوانانو ته د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) ښوونيز سمينار ترسره شو.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالغفار حقنما ياد ښوونيز سمينار د ځوانانو لپاره مهم وباله، او له دوی يې وغوښتل چې له دې سمينار څخه په خپل کاري ظرفيت لوړونه کې استفاده وکړي.
د خوانانو چارو آمر فیض الله فایز وويل: د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار ) پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت او اکټېډ موسسې په همغږۍ په تول هېواد کې د ځوانانو لپاره د انلاين کاروبار د زمينې برابرولو لپاره جوړ شوی دی، چې سرپل ولايت کې به هم سلګونه ځوانانو ته د انلاين کاروبار مهارتونه وښودل شي او د انلاین کاروبار څښتنان به شي.
