د اطلاعاتو او کلتور رئيس د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۳
…

تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیب الله الهام د ياد رياست د غونډو په تالار کې د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل.

ښاغلي الهام د سياحتي شرکتونو مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: له ناستې څخه يې موخه له دوی سره د ښې همغږۍ رامنځته کول او د قانون په رڼا کې له دوی سره د همکاريو کول دي، نوموړي د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو وغوښتل تر څو د جوازونو، ويزو او پاسپورټونو په برخه کې د غيرقانوني کړنو د ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

ورپسې د سياحتي شرکتونو مسؤلينو خپلې ستونزې او وړانديزونه بيان کړل او د اطلاعاتو او کلتور رياست سره يې د هر راز همکارۍ کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۵/۹/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS