تخار کې د چاپخونو له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۶:۳۴
....

تېره ورځ د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په دې ولايت کې د فعالو چاپخونو له مسؤلينو سره د جوازونو د اخستو او تمديد کولو، په لوحو، بینرونو، اعلاناتو او تبليغاتي تابلوګانو کې د سمو کلمو ليکنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د چاپخونو مسؤلينو ته توصيه وکړه، چې د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو جوړولو پرمهال د بهرنيو کلمو او د اسلامي شريعت سره په مغايرت کې اصطلاحاتو له ليکلو او چاپ کولو څخه ځان ساتنه وکړي، او هغه شمېر چاپخونو ته چې د فعاليت جوازونه نه لري يوه مياشت وخت ورکړل شو، تر څو جوازونه ترلاسه کړي، د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
همدا ډول د يادې ناستې پرمهال د چاپخونو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتو رياست له همکاريو مننه وکړه او په ياده شوې موده کې يې د فعاليت د جوازونو د اخستو ژمنه وکړه.

۱۴۴۵/۶/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS