لغمـــان کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست لخوا د راستانه شویو کډوالو سره د اړينو توکو د راټولولو کمپاین پیل شو

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۰:۱۹
....

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو راستانه شویو کډوالو سره د مرستو په خاطر د اړینو‌ توکو راټولولو کمپاین د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوې وه، د رئیس مولوي عبدالنور رسولي سربیره پکې د ځوانانو چارو سرپرست امر او د بېلابیلو رضاکارو ټولنو مسؤلینو او غړو برخه درلوده.
رئیس ښاغلي رسولي د ټولنو غړو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته له هغوی مننه وکړه، چې وخت پر وخت له دوی سره په رضاکارو فعالیتونو کې برخه اخلي؛ نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هرکال له بې وزله کورنیو سره د مرستو په خاطر د اړينو توکو د راټولولو کمپاین ترسره کوي او ګڼ شمیر کورنیو ته د اړتيا وړ توکي ویشي، په همدې خاطر یوځل بیا غواړي له پاکستانه تازه راستنو شویو کورنیو سره د مرستو په پار ياد کمپاین ترسره کړي، ترڅو په سوړ ژمي کې د یادو کورنیو سره مرسته وکړي.
هغه وویل یاد کمپاین به د روانې لیندۍ میاشتې تر ۳۰ مې نیټې دوام وکړي او له مختلفو لارو راټول کړل شوي د اړتيا وړ توکي به پر هغو کورنیو وویشي چې تازه له پاکستانه راستنې شوي او سخت وضعیت کې قرار لري.
هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د راستانه شویو کډوالو لپاره ياد کمپاین کې بشپړه همکاري وکړي.
د یادونې وړده چې تیر کال هم د یاد ریاست له لوري ۱۰۰۰ جوړې بیلابیلې موښلې جامې د همدې کمپاین په ترڅ کې راټولې او پر بې وزلو ویشل شوې وې.
۱۴۴۵/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۲ هـ ش
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: خطاطي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معين د سمنګان ولایت اړوند له تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت‌الله جمال، د يو پلاوي په مشرۍ سمنګان ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت اړوند له يو شمېر تاريخي آبداتو، لرغونو سيمو او د. . .

BACK TO NEWS