د ګرځندوی، مالي او اداري معين د سمنګان ولایت اړوند له تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت‌الله جمال، د يو پلاوي په مشرۍ سمنګان ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت اړوند له يو شمېر تاريخي آبداتو، لرغونو سيمو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له بېلابېلو برخو څخه يې ليدنه وکړه.
دغې ليدنې پر مهال، د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سمنګان ولایت د تاريخي او فرهنګي میراثونو بډایه ولايت وباله او د دې ولايت د تاريخي آثارو د ساتنې او پالنې لپاره يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مدير د یو شمېر لرغونو آبداتو د تاريخي مخینې په اړه معلومات وړاندې کړل او د تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو د ساتنې او پالنې په برخه کې يې موجودې ستونزې او ننګونې له پلاوي سره شريکې کړې.
همدارنګه د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال له نږدې د لرغونو سيمو او تاريخي آبداتو وضعيت وڅېړه او د دغو ارزښتمنو ميراثونو د لا ښه ساتنې په موخه يې اړينې لارښوونې وکړې.
نوموړي د لرغونو سيمو د حدودو ټاکنې او ساتنې لپاره د تثبيتي لوحو پر نصب او د دغو سيمو د ځمکو د غصب د مخنيوي پر اړتیا ټينګار وکړ او د تاريخي ميراثونو په ساتنه کې يې د خلکو همکاري مهمه وبلله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين د تاريخي آبداتو ساتنه د دولت او ولس ګډ مسؤوليت وباله او د هېواد د تاريخي او فرهنګي هويت د ساتنې او پالنې لپاره يې پر جدي پاملرنې ټينګار وکړ.
۱۴۴۷/۱۲/۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: خطاطي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معين د سمنګان ولایت اړوند له تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت‌الله جمال، د يو پلاوي په مشرۍ سمنګان ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت اړوند له يو شمېر تاريخي آبداتو، لرغونو سيمو او د. . .

BACK TO NEWS