د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: خطاطي او رسامي هغه ارزښتمن هنرونه دي، چې د ټولنې تاریخ، فرهنګ او هویت ژوندي ساتي، په لاس لیکل او هنري اثار جوړول ستر هنر دی او اړتیا ده، چې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي وساتل شي. نوموړي له هنرمندانو څخه وغوښتل، چې د هنر او فرهنګ د ودې په موخه له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همکاري دوامداره وساتي.
ورته مهال هنرمندانو غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې دې د هنري آثارو لپاره ځانګړې ګالري فعاله شي، ترڅو هنري آثار نندارې ته وړاندې شي، خلک له هنري آثارو سره لا ښه آشنا شي او هنري اثارو ته بازار موندنې وشي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال په لوګر ولایت کې لسګونه تنه د خطاطۍ او رسامۍ په برخه کې فعالیت کوي.

۱۴۴۷/۱۲/۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS