د فکرې جوړښت د سیالۍ بریالي ګډونوال وستایل شول

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۲۳:۳۰
....

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د غازي امین الله خان لیسې په انګړ کې د فکري جوړښت د سیالۍ د بریالیو ګډونوالو لپاره ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې پکې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د برکي برک ولسوال مولوي محمد هاشم آخندزاده، نامتو شاعر او لیکوال مولانا محمد علیم بسمل، علماوو، د یادې ولسوالۍ د پوهنې بهیر مسؤلینو، د یو شمېر ادارو استازو، ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی و.
ښاغلي صمیم د دا ډول سیالیو د جوړولو موخه، په علمي او معلوماتي برخه کې د ځوانانو او زده کړیالانو د پوهې لوړول وبلل او ورته برنامې یې له مطالعې سره د ځوانانو آشنا کول او د پردیو افکارو له ښکار څخه تر ټولو ښه لاره یاد کړ.
ورته مهال دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج، لیکوال مولانا محمد علیم بسمل او قاري محمد ادریس ناصري په وارسره د دیني او عصري علومو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست روان پروګرامونه، د ځوانانو د فکري رغښت او پوهې لوړولو کې خورا اغیزناک یاد کړل، دوی له ځوانانو وغوښتل، ترڅو د علم د ترلاسه کولو لپاره له خپلو استعدادونو، وخت او شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او مطالعه دې د خپل ژوندانه مهمه برخه وګرځوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ تېره اونۍ د شاوخوا څلور سوه ځوانانو، د ښوونځیو او مدرسو د زده کوونکو ترمنځ د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او په خوست پوهنتون کې د محصلینو د ټولنې په همکارۍ جوړه شوې وه، چې شلو مخکښ زده کوونکو یې نن د یادې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

 
 ۱۴۴۵/۵/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۶ هـ ش
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: خطاطي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معين د سمنګان ولایت اړوند له تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت‌الله جمال، د يو پلاوي په مشرۍ سمنګان ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت اړوند له يو شمېر تاريخي آبداتو، لرغونو سيمو او د. . .

BACK TO NEWS