د اروزګان د پوهني رئیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست له تعلیمي مرکز څخه لیدنه وکړه
د اروزګان ولایت د پوهني رئیس مولوي شمس الله اخند زاده کامران د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښونیز مرکز او کمپیوټر لب څخه لیدنه وکړه.
دا چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غریبو او بې سرپرسته ماشومانو د زده کړو لپاره د وړیا زده کړو مرکز فعاله کړی دی، د پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران د یاد تعلیمي مرکز او کمپیوټر لب څخه په ليدنه کې د دغه رياست اقدام او لاس ته راوړنې وستايلې.
ښاغلي کامران یو شمير زده کوونکو ته قرطاسیه او نور د اړتيا وړ توکي هم ووېشل.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي وویل: موږ به نوره هم هڅه وکړو ترڅو د دغه ولایت د مظلومو او بې سرپرسته زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره کړو او نور هم خپل ښوونیز مرکز ته پراختیا ورکړو.
د یادونې وړ ده، دا مهال د اروزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې ۱۸۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
۱۴۴۵/۵/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۶ هـ ش
