د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونما دفتر له ساحوي رئیس سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۴۵
.....


 په باميانو کې د يوناما د ساحوي دفتر مشرې سارا ديمول د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس ملا حميدالله نثار سره د هغه په ​​کاري دفتر کې وکتل.
 د يوناما د ساحوي دفتر مشرې غزني ته د خپل سفر موخه د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د غزني له سيمه ييزو مسؤلینو سره همغږي وبلله.
نوموړې وويل: چې د غزني ولایت اجرستان، جاغوري، مالستان او ناور ولسوالۍ په باميانو کې د يوناما د دفتر له کاري ساحې څخه دي او هڅه کوي چې د غزني له سيمه ييزو مسؤلینو سره په پوره همغږۍ د خلکو روغتيايي، اقتصادي او تعليمي ستونزې هوارې کړي. همدا رنګه د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابرول او د ولسوالیو لپاره په هر برخو کې اسانتیاوې برابرول یې لومړیتوبونه دي.
 دغه راز د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار د يوناما له همکاريو څخه قدردانی وکړ او ويې ويل: اوس مهال په غزني کې د ملي امنيت په تامينولو سره د هېواد په ځانګړي ډول غزني کې د پروژو د پيل لپاره ملي او همکارې ادارې کولاى شي خپل انکشافي پلانونه له کومې امنيتي وېرې پرته پلي کړي او د دغه ولايت سيمه ييز  مسؤلین هم په دې برخه کې ورسره همکاري کوي.


 ۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۶ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS