د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونما دفتر له ساحوي رئیس سره وکتل
په باميانو کې د يوناما د ساحوي دفتر مشرې سارا ديمول د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس ملا حميدالله نثار سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
د يوناما د ساحوي دفتر مشرې غزني ته د خپل سفر موخه د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د غزني له سيمه ييزو مسؤلینو سره همغږي وبلله.
نوموړې وويل: چې د غزني ولایت اجرستان، جاغوري، مالستان او ناور ولسوالۍ په باميانو کې د يوناما د دفتر له کاري ساحې څخه دي او هڅه کوي چې د غزني له سيمه ييزو مسؤلینو سره په پوره همغږۍ د خلکو روغتيايي، اقتصادي او تعليمي ستونزې هوارې کړي. همدا رنګه د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابرول او د ولسوالیو لپاره په هر برخو کې اسانتیاوې برابرول یې لومړیتوبونه دي.
دغه راز د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار د يوناما له همکاريو څخه قدردانی وکړ او ويې ويل: اوس مهال په غزني کې د ملي امنيت په تامينولو سره د هېواد په ځانګړي ډول غزني کې د پروژو د پيل لپاره ملي او همکارې ادارې کولاى شي خپل انکشافي پلانونه له کومې امنيتي وېرې پرته پلي کړي او د دغه ولايت سيمه ييز مسؤلین هم په دې برخه کې ورسره همکاري کوي.
۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۶ هـ ش