نیمروز کې له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيبالله الهام په داسې حال کې چې د همدې ولايت د غږیزو او انځوریزو رسنيو استازو او خبریالانو هم حضور درلود، په خپل کاري دفتر کې میاشتنۍ غونډه ترسره کړه.
ياده غونډه د قرآن عظیمالشان په تلاوت سره پيل او ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيبالله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مياشتنۍ غونډې موخه له رسنيو سره د حکومتي مسٶلينو همغږي، د هغوى د ستونزو اورېدل یاد کړل.
ښاغلي الهام د رسنیو مسؤلینو او خبريالانو ته وویل: د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د رسنیو له لارې راپورنو او د عامه پوهاوي په برخه کې خپرونې وکړئ او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ او د همږغۍ د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
په یاده ناسته کې د ګډون کوونکو خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو په موخه مننه وکړه او ورته ناستې یې مهمې وګڼلې.
۱۴۴۵/۴/۱۰ هــ ق
۱۴۰۲/۸/۳ هـ ش
