نیمروز کې له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۸:۵۲
.....

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌الله الهام په داسې حال کې چې د همدې ولايت د غږیزو او انځوریزو رسنيو استازو او خبریالانو هم حضور درلود، په خپل کاري دفتر کې میاشتنۍ غونډه ترسره کړه.
ياده غونډه د قرآن عظیم‌الشان په تلاوت سره پيل او ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مياشتنۍ غونډې موخه له رسنيو سره د حکومتي مسٶلينو همغږي، د هغوى د ستونزو اورېدل یاد کړل.
ښاغلي الهام د رسنیو مسؤلینو او خبريالانو ته وویل: د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د رسنیو له لارې  راپورنو او د عامه پوهاوي په برخه کې خپرونې وکړئ او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ او د همږغۍ د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
په یاده ناسته کې د ګډون کوونکو خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو  په موخه مننه وکړه او ورته ناستې یې مهمې وګڼلې.

۱۴۴۵/۴/۱۰ هــ ق
۱۴۰۲/۸/۳ هـ ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

BACK TO NEWS