بغلان کې د هنر د نړیوالې ورځې د رارسېدو په موخه د هُنري توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو
په بغلان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هنر د نړیوالې ورځې د رارسېدو په موخه د هُنري توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د هنرمندانو هُنري توکي نندارې ته وړاندې شول.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د هنرمندانو د انځورګرۍ، نقاشۍ، خطاطۍ، لاسي توکو او نورو نندارې ته وړاندې شويو هنرونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان هنرمندان باید په مثبت ډول خپل کلتور او هنر ټولنې ته وړاندې کړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، په اوس وخت کې د بغلان هنرمندان په بېلابېلو برخو کې په ډېر اوچت ډول سره کار ترسره کوي.
ورپسې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل: په بغلان کې د پخوا په پرتله د هنر د پراختیا لپاره د کلتور د برخې د مسؤلینو له لوري اتیا سلنه هڅې شوې دي او بغلان کې د لا ډېرو هنري فعالیتونو لپاره هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وویل: هنرمندان د ټولنې مهم غړي دی؛ ځکه دوی د خپلې ټولنې او اشخاصو غوښتنې او ستونزې د نقاشۍ، انځورګرۍ او د شعر په ژبه وړاندې کوي او خپلې ټولنې ته له دغې لارې چوپړ کوي.
۱۴۴۵/۳/۲۳/ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۶ هـ ش
