بغلان کې د هنر د نړیوالې ورځې د رارسېدو په موخه د هُنري توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wares_admin
Sun, Oct 08 2023 2:08 PM
Baghlan

په بغلان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست  له لوري د هنر د نړیوالې ورځې د رارسېدو په موخه د هُنري توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د هنرمندانو هُنري توکي نندارې ته وړاندې شول.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د هنرمندانو د انځورګرۍ، نقاشۍ، خطاطۍ، لاسي توکو او نورو نندارې ته وړاندې شويو هنرونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان هنرمندان باید په مثبت ډول خپل کلتور او هنر ټولنې ته وړاندې کړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، په اوس وخت کې د بغلان هنرمندان په بېلابېلو برخو کې په ډېر اوچت ډول سره کار ترسره کوي.
ورپسې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل: په بغلان کې د پخوا په پرتله د هنر د پراختیا لپاره د کلتور د برخې د مسؤلینو له لوري اتیا سلنه هڅې شوې دي او بغلان کې د لا ډېرو هنري فعالیتونو  لپاره هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وویل: هنرمندان د ټولنې مهم غړي دی؛ ځکه دوی د خپلې ټولنې او اشخاصو غوښتنې او ستونزې د نقاشۍ، انځورګرۍ او د شعر په ژبه وړاندې کوي او خپلې ټولنې ته له دغې لارې چوپړ کوي.

۱۴۴۵/۳/۲۳/ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۶ هـ ش

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 15 2026 3:28 PM
Background image

The regular meeting of the Book Evaluation Commission was held. 

On Monday (29 Dhul-Hijjah 1447), the regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry of Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS