د ټولنې ځوان قشر بايد د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۳:۱
د ټولنې ځوان قشر بايد د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي

 

يادې څرګندونې نن یکشنبه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير  ملا خيرالله خيرخواه په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د آنلاين سوداګرۍ (فريلانسينګ) تخصصي مرکز د پرانيستغونډې پر مهال وکړې.

په پيل کې ښاغلي خيرخواه، ټولو برياليو محصلينو په راتګ خوښي وښوده او دوی ته یې ښه راغلاست ووایه.

ښاغلي وزیر وویل: ځوانان د ټولنې نه ستړي کېدونکی قشر دي، دوی بايد تل د هېواد د ابادۍ او جوړولو فکر وکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د ا.ا.ا. ژمن دی چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تاسو هم هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړئ.

د نوموړي په خبره، ځوانانو اشغال مات کړ، هېواد ته یې ازادي وګټله، اوس بايد په تعليمي ډګر کې همغه ډول کوښښ وکړي، څو تعليمي ډګر ‌کې هم بريا ثابته کړي.

۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS