د ټولنې ځوان قشر بايد د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي
يادې څرګندونې نن یکشنبه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د آنلاين سوداګرۍ (فريلانسينګ) تخصصي مرکز د پرانيستغونډې پر مهال وکړې.
په پيل کې ښاغلي خيرخواه، ټولو برياليو محصلينو په راتګ خوښي وښوده او دوی ته یې ښه راغلاست ووایه.
ښاغلي وزیر وویل: ځوانان د ټولنې نه ستړي کېدونکی قشر دي، دوی بايد تل د هېواد د ابادۍ او جوړولو فکر وکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د ا.ا.ا. ژمن دی چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تاسو هم هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړئ.
د نوموړي په خبره، ځوانانو اشغال مات کړ، هېواد ته یې ازادي وګټله، اوس بايد په تعليمي ډګر کې همغه ډول کوښښ وکړي، څو تعليمي ډګر کې هم بريا ثابته کړي.
۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش
