په پکتیکا کې شریعت غږ راډیو فعالیت پیل کړل 

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۹:۲۶
.....

 

په پکتیکا کې د شریعت غږ په نوم راډیو د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې نن رسماً خپل فعالیت پیل کړ، چې د پیل په مراسمو کې یې د پکتیکا والي، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه، د بدني روزنې او ورزشي چارو آمر، د شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون آمر او د بېلا بېلو رسنیو خبریالانو ګډون کړی و. 
په پیل کې ښاغلي حذیفه د راډیو په ارزښت هر اړخېزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې راډیو فعالول یې لوی ارمان و، په دې سره به د خپل شل کلن ستړي مزل یادونه تازه کوي.
ورپسې د شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون آمر رحیم خان خوشال په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د راډیو چارې به په ډېر سم ډول د مسلکي خبریالانو په واسطه مخته وړي او دغه راډیو به د ولس ريښتینی غږ اوچتوي او د حقایقو هنداره به وي. 
وروسته د پکتیکا والي مولوي فیض الله جمال حقاني د اطلاعاتو او کلتور ریاست کړنې او نوښتونه وستایل او زیاته یې کړه، رسنۍ د ولس او دولت تر منځ د پول حيثيت لري او باوري یم چې دغه رسنۍ به په دې برخه کې لا ډېر څه ترسره کړي. 

۱۴۴۵/۳/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۵ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS