حسينه ساپۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خلکو ملي هويت منعکسوي

moic_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۲:۴۱
MoIC Reflecting Afghans

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د هنرستان رياست بېلابېلې برخې وکتلې او د دغې ادارې کړه وړه يې وڅېړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په دې کتنه کې د هنرستان د بېلابېلو برخو مسوولينو او کارکوونکو خپل کړه وړه، لاسته راوړنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
هغوى د کار د توکو او وسايلو کمښت او دغه راز د انځورګرى، خطاطۍ او لاسي صنايعو د آثارو د ښودلو د يوه مناسب سالون نشتوالى د دغه رياست مهمې ستونزې وبللې او دغو مواردو ته يې د پاملرنې او رسيدګۍ غوښتنه وکړه.
حسينې ساپۍ د ملي هنرستان رياست د مسوولينو او منسوبينو کړه وړه چې په کمو امکاناتو سره يې د ښه کار لپاره هڅې کړې دي؛ وستايل او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د خلکو د ملي هويت منعکس کوونکى دى او د دغه وزارت له لارې بايد د افغانستان د ټولو خلکو فرهنګ منعکس کړاى شي.
هغې زياته کړه: سره له دې چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه هيله زياته ده؛ خو دغه وزارت ته ډېره کمه بودجه ورکړاى شوې ده او له همدې امله زياتره اړوندې برخې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
حسينې ساپۍ د ملي هنرستان رياست د بېلابېلو برخو د ستونزو د لرې کولو لپاره د امکان په حدودو کې د رسيدګۍ ژمنه وکړه او د چارو پر روڼتيا يې ټينګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې دغه راز د ملي هنرستان بېلابېلې برخې  وکتلې او څرګنده يې کړه چې د دغه بنسټ مسوولين او هنرمندان دې د انځورګرى، خطاطۍ، ميناتورۍ، لاسي صنايعو او د دغه بنسټ د هنري محصولاتو د نندارتونونو په جوړولوکې هڅه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۲۵
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي پروان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد د یوه پلاوي په ملتیا پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي شمس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د رسنیو، خبریالانو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې په نوښت د رسنیو، ژورنالیستانو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
 د اطلاعاتو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۲
Background image

هلمند کې د بست کلا د طاق او څاه د تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي له یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال د بیارغولو چارو د مسلکي معیارونو له مخې پر مخ وړلو او د دغو ودانیو د تاریخي اصلیت پر. . .

BACK TO NEWS