د کتاب کره کتنې کمېسیون غونډه ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۰:۱۴
....

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې د بیهقي رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ د کتاب کره کتنې کمېسیون د ۱۴۰۲ هـ ش لومړۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د یاد وزارت اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست رئیس مولوي امان الله مستغفر، د ویب سایټ او نشراتو عمومي آمر مولوي رحمت الله نړیوال او د کمېسیون یوشمېر غړو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
ورپسې د هیواد په کچه د غوره کتابونو راټولولو او د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري چاپولو باندي بحث وشو.
همدا راز د څو بابه کتابونو کره کتنه وشوه، چې په پایله کې هغه کتابونه چې له اسلامي ارزښتونو، افغاني عنعناتو سره سم او د معیاري املاء او انشاء له پلوه غني ول، چاپ ته ولیږل شول او کومو کتابونو چې نېمګړتیاوې درلودې، خپلو مسؤلو اشخاصو ته د اصلاح په نیت ولیږل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۴
Background image

د میدان وردګو د نظامي محکمې مسؤلينو له مجاهد موزیم څخه ليدنه وکړه

یکشنبه( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د نظامي محکمې قاضي او میدان وردګو ولایت د امنیتي شورا غړي الحاج مفتي سعيد د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۱۵
Background image

کندوز زون کې د فریلانسېنګ برخې دویم پړاو ازموینه ترسره شوه

یکشنبه ( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور وويل: اونۍ وړاندې د کندوز زون په کچه له سلګونه تنه ځوانانو څخه د اطلاعاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له سيمه ييزو راډيوګانو څخه لیدنه وکړه

یکشنبه ( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني او د اطلاعاتو آمر عابد آغا په کندهار کي د تبسم او تحسين القران سیمه ييزو راډيوګانو څخه لیدنه وکړه.

ښا. . .

BACK TO NEWS