په بغلان کې د اتحاد مجلې د بنسټ اېښودنې ۱۰۱ کلیزه ونمانځل شوه

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۴:۵۶
شبللال

 

تېره ورځ په بغلان ولایت کې د اتحاد مجلې د بنسټ اېښودنې ۱۰۱ کلیزه ونمانځل شوه، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دولتي ادارو رئیسانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
  د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي، د چاپي رسنیو  پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ويل، اتحاد مجلې په هره ګڼه کې شاوخوا درې زره افغانۍ لګښت لري او هره میاشت نږدې ۶۰ زره افغانۍ د اعلاناتو له لارې د دولت بودجې ته جمع کوي.
 ښاغلي رئیس زیاته کړه، دا مجله اوس مهال په میاشت کې دوه ځله خپریږي، مونږ هڅه کوو چې په نوي کال کې په اونۍ کې یو ځل خپره کړو.
ښاغلي رئیس وویل، اتحاد مجله په بغلان کې لومړنۍ فعاله چاپي رسنۍ ده، همدا راز د مجاهدینو له لوري د هیواد له فتحې وروسته هم د اتحاد مجلې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
 ورپسې د اتحاد مجلې مسؤل سید عبدالله سادات د دغې چاپي رسنۍ فعالیت او رول مهم وباله او زیاته یې کړه، اتحاد مجله په څلورو مخونو کې د اسلامي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او ادبي موضوعاتو سره خپرېږي.
 غونډه د هغو دولتي ادارو  مسؤلینو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده، چې ډیر پیرودونکي لري او د دوی له لارې دې مجلې ته اعلانونه لیږل کیږي.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري رغښت یو ورځنی سمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونیز مرکز کې څه باندې اتیا تنو زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري رغښت تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينار جوړ شو.
ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۴۵
Background image

۹۷ قلمه لرغوني آثار ملي موزیم ته انتقال شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست له لوري ۹۷ قلمه بېلابېل لرغوني آثار ملي موزيم ته انتقال شول.
د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلین وايي: ۹۷ قلمه لرغوني آثار، چې د لوګر د مس‌عینک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

تالقان ښار کې د خصوصي خپرندویانو او فوتوکاپي مرکزونو نظارت وشو

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د لارښوونې په اساس د تالقان ښار له خصوصي خپرندويانو او فوتوکاپي مرکزونو څخه د ممنوعه نشراتو. . .

BACK TO NEWS