د ځوانانو چارو معين د يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۳
....


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.
د ځوانانو چارو معين وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د هېواد په کچه د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي، په همدې خاطر موږ خپله طرحه عاليقدر اميرالمؤمنين حفظ الله ته وړاندې کړې ده، د هغوی له لوري موږ ته پوره اطمينان او ډاډ راکړل شوی، چې د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره به له ټولو ممکنه امکاناتو څخه کار واخيستل شي، څو مو د هېواد ځوانان په تعليمي او تحصيلي ډګر کې د سيمې په کچه داسې وروزل شي، چې پرمټ يې زموږ وران ويجاړ هېواد ودان او د خلکو د ژوندانه د سطحې د لوړوالي سبب وګرځي.
نوموړي همدا راز وويل: زموږ د هېواد ځوانان بايد د غربيانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږي، د هېواد څخه د فرار پرځای بايد په خپل کور کې په نيمه ډوډۍ اکتفا وکړي او د نيمې ډوډۍ په قيمت دې خپل تعليم او تحصيل مخته يوسي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، چې د ماليې وزارت ته مو د افغانستان په بودجه کې، د ځوانانو لپاره د يو ځانګړي سهم غوښتنه کړې ده، د دغه بودجې په منظوریدو سره به د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې ښه امکانات برابر او هغه تشې، چې اوس شته ډکې او د ځوانان ستونزې به پرې کمې شي.
د کنفرانس په پای کې ښاغلي راشد د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل، د هېواد په کچه يې د ۸۰۰ ځوانو رهبرانو د روزنې پروګرام په لاره اچولی، چې له روزنې وروسته به ياد رهبران په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې د خپلو شوراګانو له لارې د حکومت استازيتوب کوي.

 ۱۴۴۴/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

بغلان کې له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه ۲۵۰۰ تنه فارغ شول

سه شنبه ( ۱۱ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د بېلابېلو ولسواليو له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه ۲۵۰۰ تنه زده کوونکي له بېلابېلو برخو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۷
Background image

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئيس د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستيال سره وکتل

د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستیال حاجي محمد کاظم طارق سره ناسته وکړه، چې پکښې د جهادي ارزښتونو د خوندي کولو، مستندولو، او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۹
Background image

هرات کې د پیام نور په نوم ځانګړی نندارتون جوړ شو

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د صنایعو او کانونو خونې په همږغۍ د کابل فولاد شرکت په مالي ملاتړ د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د علامه صلاح‌الدین سلجوقي په تالار کې د پیام نور په نوم. . .

BACK TO NEWS