د ځوانانو چارو معين د يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۳
....


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.
د ځوانانو چارو معين وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د هېواد په کچه د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي، په همدې خاطر موږ خپله طرحه عاليقدر اميرالمؤمنين حفظ الله ته وړاندې کړې ده، د هغوی له لوري موږ ته پوره اطمينان او ډاډ راکړل شوی، چې د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره به له ټولو ممکنه امکاناتو څخه کار واخيستل شي، څو مو د هېواد ځوانان په تعليمي او تحصيلي ډګر کې د سيمې په کچه داسې وروزل شي، چې پرمټ يې زموږ وران ويجاړ هېواد ودان او د خلکو د ژوندانه د سطحې د لوړوالي سبب وګرځي.
نوموړي همدا راز وويل: زموږ د هېواد ځوانان بايد د غربيانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږي، د هېواد څخه د فرار پرځای بايد په خپل کور کې په نيمه ډوډۍ اکتفا وکړي او د نيمې ډوډۍ په قيمت دې خپل تعليم او تحصيل مخته يوسي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، چې د ماليې وزارت ته مو د افغانستان په بودجه کې، د ځوانانو لپاره د يو ځانګړي سهم غوښتنه کړې ده، د دغه بودجې په منظوریدو سره به د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې ښه امکانات برابر او هغه تشې، چې اوس شته ډکې او د ځوانان ستونزې به پرې کمې شي.
د کنفرانس په پای کې ښاغلي راشد د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل، د هېواد په کچه يې د ۸۰۰ ځوانو رهبرانو د روزنې پروګرام په لاره اچولی، چې له روزنې وروسته به ياد رهبران په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې د خپلو شوراګانو له لارې د حکومت استازيتوب کوي.

 ۱۴۴۴/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۳ هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۳
Background image

تکمیل شدن ۷۰ در صدی امور ترمیماتی خانه احمد شاه بابا

چهارشنبه مورخ(۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۶) مولوی انعام الله سمنگانی رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کندهار با همراهی عبدالشکور څپاند آمر فرهنگ و هنر از امور بازسازی خانه احمد شاه بابا دیدار کردند.
آ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۳۳
Background image

نتایج امتحان کتاب امارت شناسی اعلان گردید

از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیکا به هماهنگی ریاست معارف از حدود ۲۰۰ تن طالب‌العلمان، شاگردان و جوانان امتحان کتاب امارت شناسی در ولسوالی‌ بک‌خیل آن ولایت اخذ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۹:۱۴
Background image

نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در دایکندی برگزار گردید

چهارشنبه مورخ(۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۶) به رهبری سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ دایکندی نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها برگزار گردید.
سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS