په بغلان ولایت کې د خبريالانو د کار په وړاندې هېڅ ډول محدوديت نشته

rahmatullah
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۸:۳۳
بغلان

 

يادې څرګندونې د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مولوي اسدالله "مصطفی هاشمي" د رسنیو له مسئولينو، خبريالانو، د ولایت مقام او امنیې قومندانۍ وياندويانو سره په ناسته کې وکړې، همدا راز ښاغلي مصطفی هاشمي په بغلان کې د رسنيو له فعالیت څخه خوشحالي څرکنده کړه او د وزارت وېب سایټ ته يې وويل:
رسنۍ او خبريالان له کوم محدوديت پرته له ټولو دولتي ادارو څخه د ا.ا.ا اصولو سره سم راپور برابرولای او پر وخت يې خپرولای شي.
په یاده ناسته کې د ولایت مقام وياند ملاعلم مجيدي او د بغلان پوليسو وياند مولوي شیراحمد برهاني په بغلان کې د خبريالانو د امنيت له تامين څخه اطمینان ورکړ، او ويې ويل: هېڅ کس ته اجازه نه ورکوو چې خبریالان وځوروي او د اطلاع رسولو بهير له بحران سره مخ کړي.
په دغې ناسته کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي عبدالواحد وحدت او يوشمېر خبريالانو د دولتي ادارو او خبريالانو ترمنځ په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د کره او بې پرې اطلاع رسونې په خاطر له هېڅ ډول کوشش او هڅې درېغ نه کوي.
هیره دي نه وي، چې مدا اوس د غږیزو، انځوريزو او چاپي رسنيو په شمول له لسو زياتې رسنۍ په بغلان کې فعالیت کوي.
کابل، وېبسايټ، د سلواغې ۹مه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۶
Background image

د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د پکتیا او کندوز ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د د اطلاع رسونې بهیر لا ښه والي او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو اوریدو په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

ننګرهار کې د مطالعې دود پیاوړتیا په موخه له ځوانانو سره غونډه وشوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د جلال آباد ښار په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو زده کړیالانو او زده کوونکو سره. . .

BACK TO NEWS