په غزني کې د حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته ۳ ورځنی سیمینار دائر شو

rahmatullah
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۷:۱۳
غزنی

 

تېره ورځ غزني ولایت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته درې ورځنی سیمینار دائر شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلی ملا حمیدالله نثار وایي چې په غزني کې یې د خبریالانو د ټولني په مرسته د دغه ولایت د حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته درې ورځنی سیمینار دائر کړ، چې موخه یې د خبریالانو او د حکومتي ادارو تر منځ همغږي، خبریالانو ته دقیق او پر وخت اطلاعات رسول او د یادو ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو پر وخت خپرول دي.
 
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې څو ځله د غزني خبریالانو په دغه ولایت کې د حکومت او رسنیو په ګډه همغږۍ ناسته کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي اندېښنه ښودلې وه او د غزني له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه یې غوښتي وو چې دوئ ته دقیق او په وخت اطلاعات په اختیار کې ورکړل شي.
۱۴۴۴/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۲ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او کلتور معين د جام منار د وضعيت څيړلو په موخه غور ولايت ته رسيدلی

د اطلاعاتو او کتلور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي د يوه پلاوي په ملتيا غور ولايت ته د جام لرغوني منار د وضعيت څېړلو په موخه سفر وکړ.
ياد پلاوي کې د هنر او کلتور له. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

میوند ولسوالۍ کې ۵۰ تنه له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول

د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کي د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز څخه ۵۰ تنه د کمپيوټر له زده کړو فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کي يې د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۲۰:۳۷
Background image

د ولايتي واحدونو د مالي او اداري چارو د همغږۍ درې ورځنی سمينار پای ته ورسېد

پنجشنبه ( ۲ د ربیع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري درې ورځې وړاندې د ولايتي رياستونو د مالي او اداري چارو مديرانو ته ( د ولايتي. . .

BACK TO NEWS