په کابل کې د افغاني تولید شویو فلمونو جشنواره جوړېږي
د افغان فلم رييس وايي تر راتلوونکو څو ورځو پورې د دغه رياست او د ملي راډيو تلويزيون له خوا توليد شوي ٣٥ مستند او داستاني فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.
د افغان فلم رييس جاويد افغان يوې خصوصي راډيو ته ويلي چې په دغو فلمونو کې لس مستند فلمونه او ٢٥ داستاني فلمونه شامل دي چې د همدې اوونۍ ترپاىه پورې د اريانا په سينما او د يوه خصوصي پرودکشن له لارې نندارې ته وړاندې کېږي.
افغان وويل چې دغه فلمونه د ځوانو فلم جوړونکو له خوا توليد شوي او زياتره معلوماتي او روزنيزه جنبه لري.
په دغو فلمونو کې د تخار په نامه يو مستند فلم شته چې په کې د تخار ښکلې سيمې معرفي شوې دي، په همدې ډول لنډ داستاني فلمونه هم لرو چې د پنجشنبې په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.
د افغان فلم رییس زياته کړه چې د دغو فلمونو په توليد کې کمې پيسې لګول شوې دي.
د افغان فلم رييس وايي چې دغه فلمونه د هرات – تخار او د مشرقي ولايتونو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې توليد شوي چې ښځو او نجونو په کې هم رول لوبولى دى.
کابل، د وږي ٨ مه، باختر
