د چین او افغانستان لرغون پېژندونکو د لوګر مس عینک کې پيل کړې څېړنې بشپړې کړې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معینیت چارواکي وايي چې د چین او افغانستان لرغونو پېژندونکو د لوګر په مس عینک کان کې د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنې په موخه پېل کړې څیړنې بشپړې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین وايي چې دغه څېړنې دریو چینايي او دریو افغان لرغون پېژوندونکو د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې بشپړې کړې دي.
د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وایي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته یې له چینايي او افغان لرغون پېژندونکو سره ګډه ناسته کړې او د هغوی د څېړنې مهم نکات یې اورېدلي دي.
په دې کتنه کې د چین مشهور لرغون پوه پروفیسور ژیو شین چین (Zhaoxichen) ویلي د لوګر په مس عینک کې تاریخی اثار او مس دواړه د ارزښت وړ دي او اړتیا ده چې دواړو ته جدي پاملرنه وشي.
هغه ویلي، چین علاقه لري، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت لرغون پوهانو په ګډون مس عینک کې د خپلو څېړنو لړۍ ته پراختیا ورکړي چې د هر اثر او سیمي تاریخي قدامت او ارزښت روښانه او مستند وګرځي او بیا د هغې طرحې له مخې چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري چمتو شوې چارې ترسره شي او له علمي څېړنو وروسته د يوه ښه قوي پلان له مخې له تاریخي اثارو څخه ساتنه وشي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین او افغان له لرغون پوهانو څخه مننه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې چې په کمه موده کې یې د لوګر د مس عینک د تاریخی اثارو د ساتلو په برخه کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لرغون پوهانو سره په ګډه پر یو علمي او مسلکي پلان او طرحې کار وکړ.
ښاغلي عزیزي وویل، چې د میس عینک اثار نړیوال مشترکات او ارزښت لري او باید په ساتنه او ترمیم کې یې ډېره پاملرنه وشي.
د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به د اطلاعات او فرهنګ وزارت یو شمېر لرغون پوهان د علمي او مسلکي تجربو ترلاسه کولو لپاره چین ته سفر وکړي.
کابل، د زمري ۳۱ مه، باختر
