چین د افغانستان د فرهنګي میراثونو بیا رغونه کې ونډه اخلي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۳:۵۴
چین د افغانستان د فرهنګي میراثونو بیا رغونه کې ونډه اخلي

د چین چارواکي وايي چې دغه هېواد چمتووالی لري چې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو په بیا رغونه کې ونډه واخلي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د چین د اقتصادي او فرهنګي برخو مسؤل (ماسټر خون او) او ورسره مل پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین مولوي عتیق الله عزیزي سره په کتنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین له همګاریو مننه کړې، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره يې په سختو شرایطو کې همکارې کړې او له افغانانو سره یې خپله دوستي په عمل کې ثابت کړې ده.
عزیزي زیاته کړې، هیله لري چې چین پر اقتصادي همکاریو سربېره په فرهنګي، هنري او لرغون پېژندنې برخو کې خپلې تجربې له دغه وزارت سره شریکې کړي.
د فرهنګ او هنر معین د لوګر په مس عینک کې د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنې ته هم نغوته کړې او زیاته کړې یې ده چې له MCC کمپنې سره له نږدې کار کوي چې هم د مس عینک کان د استخراج چارې پیل شي او هم هلته موجود تاریخي اثار او لرغونې سیمه له تخریب څخه وژغورل شي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د چین د اقتصادي او فرهنګي برخو مسؤل (ماسټر خون او) په فرهنګي برخو کې د مشخصو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د تمدونو او تاریخونو کور دی او چین یې د فرهنګي میراثونو بیا رغونې ته چمتووالی لري.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. یاد وزارت د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت بللی دی.

کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS