د خپرونو چارو معین د نیمروز ولایت د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۶
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد وزارت پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي‌الله رائد، د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام، په لوېدیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤول شمیل ‌احمد مشعل او د یو شمېر امارتي ادارو د ویاندویانو په شتون کې، د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
ښاغلي فراهي د رسنیز ډګر پر مسلکیتوب او د اصولو له مخې د فعالیتونو ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پوره ملاتړ کوي.
دغه راز په لوېدیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شمیل احمد مشعل او څو تنو خبریالانو د رسنیو د مسؤلینو په استازيتوب د رسنیو اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه او په سیمه‌ییزه کچه د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي او په دې ولایت کې د حکومتي ادارو او رسنیو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کولو له امله مننه کوو، دوی همداراز د رسنیو ستونزې هم یادې کړې او له اړوندو مسؤلینو څخه یې د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ورته مهال، پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي‌الله رائد د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د رسنیو ستونزې له اړوندو ادارو سره په ګډو ناستو کې شریکې شوي او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

۱۴۴۸/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

د دودیزو هنرونو د ملاتړ په موخه له خطاطانو او نقاشانو سره مشورتي غونډه وشوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب په مشرۍ په یاد ریاست کې د هنري وړتیاوو د پېژندلو، د هنرمندانو د ستونزو د ارزونې، د هنري اثارو د ثبت او مستند کولو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۲۱
Background image

د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د ۵۰۰ تنو زده کړیالانو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۶
Background image

د خپرونو چارو معین د نیمروز ولایت د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد وزارت پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي‌الله رائد، د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS