د دودیزو هنرونو د ملاتړ په موخه له خطاطانو او نقاشانو سره مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۱
..

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب په مشرۍ په یاد ریاست کې د هنري وړتیاوو د پېژندلو، د هنرمندانو د ستونزو د ارزونې، د هنري اثارو د ثبت او مستند کولو او د دودیزو هنرونو د ملاتړ او ودې لپاره د مناسبو فرصتونو د برابرولو په موخه له خطاطانو او نقاشانو سره مشورتي غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب خطاطي او نقاشي د ټولنې له لرغونو او ارزښتمنو هنرونو څخه وبلل او د دغو ارزښتونو پر ساتنې او راتلونکو نسلونو ته پر لېږد یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې خطاطي او نقاشي له پخوا زمانو راهیسې زموږ په فرهنګ کې ځانګړی ځای لري او موږ باید د دې نعمت او استعداد قدر وکړو. ښاغلي منیب له هنرمندانو وغوښتل، چې خپل هنري اثار له یاد ریاست سره شریکې کړي او د دغو هنرونو د ساتنې او پراختیا په برخه کې پوره همکاري وکړي.
دغه راز د سمنګان ولایت د فرهنګ او هنر آمر وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په پام کې لري چې د خطاطانو او نقاشانو هنري اثار راټول، ثبت او مستند کړي، دغه ریاست د هنرمندانو او د هنري اثارو د بېلګو په رسمي معرفي کولو سره د هنري وړتیاوو د پېژندنې، کاري فرصتونو او د دوی ملاتړ د زمینې برابرولو لپاره هڅې کوي.
په غونډه کې یو شمېر خطاطانو او نقاشانو خپل هنري فعالیتونه او اثار معرفي کړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له مسؤلینو سره شریک کړل.
ګډونوالو د دا ډول غونډو جوړول د هنرمندانو د ملاتړ او پاملرنې په برخه کې مثبت ګام وباله او د لا زیات ملاتړ، د هنرمندانو د هڅونې، د هنري اثارو د نندارې او معرفي کولو لپاره د زمینې برابرولو او د هنري فعالیتونو د دوام لپاره د مناسبو فرصتونو د برابرولو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

د دودیزو هنرونو د ملاتړ په موخه له خطاطانو او نقاشانو سره مشورتي غونډه وشوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب په مشرۍ په یاد ریاست کې د هنري وړتیاوو د پېژندلو، د هنرمندانو د ستونزو د ارزونې، د هنري اثارو د ثبت او مستند کولو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۲۱
Background image

د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د ۵۰۰ تنو زده کړیالانو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۶
Background image

د خپرونو چارو معین د نیمروز ولایت د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد وزارت پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي‌الله رائد، د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS