د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رئیس ملا عبدالنافع تقي په مشرۍ د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې د کابل ښاروالۍ په فرهنګي ریاست کې وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د ساحوي فعالیتونو راپور د کمېسیون له غړو سره شریک کړ.
په دې غونډه کې د لوحو د جوازونو د ترلاسه کولو لپاره دوه غوښتنلیکونه، په لوحو کې د بهرنیو ژبو د کلمو د کارولو له امله رد شول او د دواړو ځایونو له مالکانو وغوښتل شول، چې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو او کسب‌ اړوند لوحې او اعلانونه د هېواد په ملي ژبو جوړ کړي.
همدارنګه، د کمېسیون له دارالانشاء څخه وغوښتل شول، چې د خپل‌ سرو دېوال ‌لیکنو او نښلول شویو اعلانونو په اړه د کمېسیون د کړنلارې له معیارونو سره سم یوه مسوده چمتو کړي، ځکه دغه ډول کړنې د شخصي ملکیتونو د مالکانو د شکایتونو او د ښار د ککړتیا لامل شوې دي. یاده مسوده به له اړوندو دولتي او خصوصي ادارو سره هم شریکه شي.
همدارنګه، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د مکرویانو نوي بازار د کمېسیون راتلونکی ساحوي پروګرام د ترسره کېدو لپاره وټاکل شو.

۱۴۴۸/۶/۱ ه‍ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۴
Background image

د فکري انحراف د مخنیوي او د سالمو افکارو د پیاوړتیا په موخه سیمینار ترسره شو

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري سلګونو ځوانانو ته د فکري انحراف د مخنیوي او د سالمو افکارو د پیاوړتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د دغه سیمینار موخه د ځوانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

د مطالعې فرهنګ د ودې او د ناوړه دودونو پر وړاندې د مبارزې په موخه له ځوانانو سره ناسته وشوه

د بغلان ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې، د خنجان ولسوالۍ د یو شمېر ځوانانو سره، د فرهنګي موضوعاتو، د مطالعې فرهنګ د ودې او د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه بحث وشو.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

سنګین ولسوالۍ کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د دغې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې  میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه، چې په کې د یو شمېر ادارو. . .

BACK TO NEWS