د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۱۱
..

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د خدمتونو لا ښه والي او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو او د اړوند امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسؤلینو او اتحادیې له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه. 
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمدالله ضرار د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د معیاري او باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دغو شرکتونو ټولې اړوند چارې باید د نافذه قوانینو، اصولو او ټاکل شویو معیارونو له مخې ترسره شي.
دغه راز د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسؤلینو او د دغو شرکتونو د اتحادیې استازو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له مسؤلینو سره شریکې کړې.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د ورته همغږیو غونډو پر دوام او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۲/۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۱۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د خدمتونو لا ښه والي او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو او د اړوند امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د سیاحتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ ښوونیز مرکز له دوهمې ښونیزې دورې څخه ۱۵۷ تنه زده کوونکي د شپږ میاشتنیو کمپیوټر زده کړو څخه فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۲۱:۳۶
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د خبریالانو د ستونزو حل، د دوی ملاتړ او د اطلاع رسونې د چارو د ښه والي په. . .

BACK TO NEWS