د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د خدمتونو لا ښه والي او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو او د اړوند امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسؤلینو او اتحادیې له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمدالله ضرار د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د معیاري او باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دغو شرکتونو ټولې اړوند چارې باید د نافذه قوانینو، اصولو او ټاکل شویو معیارونو له مخې ترسره شي.
دغه راز د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسؤلینو او د دغو شرکتونو د اتحادیې استازو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له مسؤلینو سره شریکې کړې.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د ورته همغږیو غونډو پر دوام او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۲/۳ هـ ق