د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دیارلسمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي ساحې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه
د غونډې په پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي او د دې کمېسیون غړي محترم واکمن د کمېسیون د فرهنګي فعالیتونو د ارزښت په اړه له رسنیو سره خبرې وکړې.
وروسته د کمېسیون غړو د یادې سیمې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې د کمېسیون د کړنلارې له معیارونو سره سم په هر اړخیز ډول وڅېړلې او د غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره یې اړینې سپارښتنې وکړې. همدارنګه، هغو لوحو او تابلوګانو ته چې پکې بهرني اصطلاحات او کلمې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو د هېواد په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې زړې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسب ځایونو کې نصب شوې وې او یا هم بې‌مفهومه وې، د اصلاح لپاره لازم وړاندیزونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې په دې ساحوي پروګرام کې ۱۸۰ لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څارنه او ارزونه وشوه..

۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS