غور کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او ستونزو د ارزونې په موخه غونډه وکړه.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل: افغانستان ګڼ شمېر سیاحتي، فرهنګي او تاریخي جاذبې لري او د سیاحتي شرکتونو مسؤلین باید د خپلو دندو د مسؤلانه ترسره کولو ترڅنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په همغږۍ د سیاحتي خدمتونو د اسانتیا او د سیلانیانو د راجلبولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو په دې ولایت کې د ګرځندوی صنعت لا زیات وده وکړي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او کورني عواید هم لوړ شي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې هېڅ شرکت یا شخص د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسمي جواز پرته د ګرځندوی په برخه کې د فعالیت حق نه لري او ټول فعالیتونه باید د نافذو قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره شي.
د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو په استازیتوب خلیل احمد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو او لارښوونو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې سیاحتي شرکتونه به د ګرځندوی له اړوندو برخو سره په همغږۍ د لا ډېرو سیلانیانو د جذب لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ ق
