د غور جام تاریخي منار د بیارغونې چارې پیل شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۰
,

غور ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د آغاخان فرهنګي بنسټ استول شوي پلاوي د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم سره په لیدنه کې د جام تاریخي منار د بیارغونې او د لومړي پړاو د مرمت کولو په اړه خبرې وکړې.
د آغاخان فرهنګي بنسټ ولایتي همغږۍ مسئول امان‌الله صاحب‌زاده وویل: دغه پروژه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د آغاخان فرهنګي بنسټ او یونسکو ادارې په همغږۍ، د تخنیکي ټیمونو او متخصصو انجنیرانو تر څارنې لاندې پیل شوې ده او په لومړي پړاو کې به د منار پر بیارغونې او پیاوړتیا تمرکز وشي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم هم د غور د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، یونسکو او د آغاخان فرهنګي بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دې ولایت سیمه‌ییزه اداره به د تاریخي آثارو د ارزونې، بیارغونې او ثبت په ټولو پړاوونو کې له استول شویو ټیمونو سره بشپړه همکاري او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د جام منار، چې د دهلي له قطب منار وروسته د نړۍ دویم لوړ د خښتو منار ګڼل کېږي، ۶۳ متره لوړوالی لري او د غوریانو د واکمنۍ د دورې له ارزښتناکو تاریخي یادګارونو څخه دی. دغه منار په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی و، چې اساسي بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري.

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۲۱:۳۶
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د خبریالانو د ستونزو حل، د دوی ملاتړ او د اطلاع رسونې د چارو د ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسئولینو په شتون کې، د رسنیو استازو او خبریالانو د پکتیکا له مرستیال والي قاضي نورالله سره ناسته وکړه.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د بامیان راډیو نشراتي چارې وارزول شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد په مشرۍ یو پلاوي د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح او د. . .

BACK TO NEWS