بامیانو کې ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو او ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۲۴
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د «فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې» تر سرلیک لاندې د خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو او ځوانانو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
په دې سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي، د بامیانو والي قاري ګل حیدر شفق، د وزارت یو شمېر رئیسانو، د سیمه‌ییزو ادارو مسؤلینو او سلګونو خبریالانو او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، رسنۍ د ټولنې له مهمو بنسټونو څخه دي، چې په ځانګړي ډول د اطلاع رسونې او د فکري جګړې په ډګر کې مهم رول لري.
وروسته د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد په اقتصادي، نظامي، سیاسي او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري. هغه له خبریالانو وغوښتل چې د دغو لاسته راوړنو د انعکاس لپاره ګټورې سوژې ومومي او پر بنسټ یې اغېزمنې خپرونې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان نږدې څلور نیمې لسیزې تر اشغال لاندې و او هر اشغالګر هڅه کوله خپل فرهنګ ترویج کړي، له همدې امله د افغاني اصیل فرهنګ ساتنه او پیاوړتیا د رسنیو له اساسي مسؤلیتونو څخه ده.
ورپسې د بامیانو والي قاري ګل حیدر شفق د رسنیو، خبریالانو او قلموالو مسؤلیتونو ته په اشارې وویل، خبریالان باید د اسلامي دین په اړه کافي پوهه ولري او د اسلامي احکامو د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو ادارو سره خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، د خبریالانو او قلموالو هڅې معنوي او مادي جهاد دی او ټولو ته په کار ده چې خپل سیرت او صورت د اسلام له لارښوونو سره برابر او د اسلامي نظام او هېواد د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې وکړي.
همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد او د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد شفیق وردګ د خبریالۍ پر اصولو، د رسنیو پر مسؤلیتونو او د مسلکي ژورنالېزم پر ارزښت خبرې وکړې.
ویناوالو وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، لسګونه نوې رسنۍ فعالیت پیل کړی او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره هم اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
دوی ټینګار وکړ چې خبریالان او قلموال باید د حق مدافعین پاتې شي، د اسلامي رسنیزو اصولو او قوانینو رعایت وکړي او د اسلامي نظام د استحکام او پیاوړتیا لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.
د سیمینار ګډونوالو د دغه روزنیز پروګرام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې هم د خبریالانو او ځوانانو د فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره ورته پروګرامونه دوام ومومي.
د پروګرام په پای کې د بامیانو ولایت د رسنیو د استازو له خوا د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي ته د عزت چپن ډالۍ او د ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد ته ستاینلیک ورکړل شو.

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۲۱:۳۶
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د خبریالانو د ستونزو حل، د دوی ملاتړ او د اطلاع رسونې د چارو د ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسئولینو په شتون کې، د رسنیو استازو او خبریالانو د پکتیکا له مرستیال والي قاضي نورالله سره ناسته وکړه.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د بامیان راډیو نشراتي چارې وارزول شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد په مشرۍ یو پلاوي د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح او د. . .

BACK TO NEWS