د کاپیسا په کوه‌بند ولسوالۍ کې یوه نوې تاریخي سیمه کشف شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۳۷
..

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت د کوه‌بند ولسوالۍ د تاریخي سیمو د لیدنې پر مهال یې یوه بله لرغونې سیمه د کوه‌بند ولسوالۍ اړوند د کوه‌بچه سیمې په شاوخوا کې د (کوه هندوسوز) په نوم کشف کړې ده، چې په دې سیمه کې خاورینې ستوپې، په ډبرو کې کيندنې او د خټینو لوښو ټوټې لیدل شوې دي او دغه سیمه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوه.
د مسؤلینو په وینا، په یادې سیمې کې د شته نښو او د سیمې د خلکو په خبره دغه سیمه د هندویزم دورې پورې اړه لري چې تاریخي لرغونتوب یې له ۲ زره کلونو څخه زیات دی.
د کوه‌بند ولسوالۍ، د ګڼو لرغونو سیمو ترڅنګ، یوه له تر ټولو مشهورو تاریخي آبداتو څخه هم برخمنه ده، چې د خواجه ابوسعید ابوالخیر زیارت دی، چې د دې ولسوالۍ د تربت په سیمه کې موقعیت لري.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS