د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې یوه نوې تاریخي سیمه کشف شوه
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت د کوهبند ولسوالۍ د تاریخي سیمو د لیدنې پر مهال یې یوه بله لرغونې سیمه د کوهبند ولسوالۍ اړوند د کوهبچه سیمې په شاوخوا کې د (کوه هندوسوز) په نوم کشف کړې ده، چې په دې سیمه کې خاورینې ستوپې، په ډبرو کې کيندنې او د خټینو لوښو ټوټې لیدل شوې دي او دغه سیمه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوه.
د مسؤلینو په وینا، په یادې سیمې کې د شته نښو او د سیمې د خلکو په خبره دغه سیمه د هندویزم دورې پورې اړه لري چې تاریخي لرغونتوب یې له ۲ زره کلونو څخه زیات دی.
د کوهبند ولسوالۍ، د ګڼو لرغونو سیمو ترڅنګ، یوه له تر ټولو مشهورو تاریخي آبداتو څخه هم برخمنه ده، چې د خواجه ابوسعید ابوالخیر زیارت دی، چې د دې ولسوالۍ د تربت په سیمه کې موقعیت لري.
۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق