د جنوب ختيځ زون خبريالانو ته روزنيز سيمينار پيل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۳۰
..

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د خبريالانو د خونديتوب کميټې په ګډو همکاریو د جنوب ختیځ زون خبریالانو ته په حضوري او انلاین بڼه ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو، چې دغه روزنیز سیمینار د خوست خبریالانو ته په حضوري او د لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته په انلاین بڼه وړاندې کېږي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: ژورنالېزم د نوښت وړ مسلک دی او د دې ډول روزنيزو پروګرامونو جوړول د خبريالانو د ظرفيت لوړولو لپاره اړين دي، ترڅو وکولای شي د مسلک له نويو بدلونونو سره همغږي پاتې شي. مسؤلینو زياته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د خبريالانو لپاره ورته نور پروګرامونه هم برابر کړي.
په دغه سيمينار کې د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي دوه تنه استادان د ژورناليزم اړوند بېلابېل مسلکي موضوعات تدريسوي، چې د سيمينار په درسي پروګرام کې د ژورنالېزم بنسټيز اصول، راپور ليکنه، موبايل ژورنالېزم، سايبري خونديتوب او د ژورناليستانو فزيکي خوندیتوب موضوعات شامل دي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS