د امارتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو ته یو ورځنی سمینار وړاندې شو
د دايکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یوې ځايي راډیو په همکارۍ د خصوصي رسنیو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د (بحران پر مهال حیاتي معلومات او مرکې) په نوم یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د دايکندي د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري خالد احمد فضلي دغه سمینار د خبریالانو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل پروګرامونه پیل کړي دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د خصوصي او امارتي رسنیو له خبریالانو څخه د ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
دغه راز د سمینار په جوړولو کې د همکاري کوونکي راډیو مسؤل محمد حسین شهاب وویل: رسنۍ مکلفې دي چې د اسلامي شریعت او اصولو مطابق، د اسلامي نظام د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس لپاره کار وکړي.
۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق
