تخار کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۳:۳۵
...

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د حکومتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري د مطبوعاتو او رسنیو د رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د امارتي ادارو له ویاندویانو څخه یې وغوښتل، چې د خپلو ادارو فعالیتونه په ښه ډول خپاره او له رسنیو سره شریک کړي، ښاغلي انصاري زیاته کړه؛ د سیمه‌ ییزو رسنیو مسؤلیت دی، چې حقایق خپاره او د بې ‌ځایه افواهاتو او تبلیغاتو مخنیوی وکړي.
دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسؤل عبدالسمیع خاوري او د یادې کمیټې غړو د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ترمنځ د متقابلې همکارۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د غوره اطلاع‌ رسونې پر اهمیت ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

BACK TO NEWS