تخار کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د حکومتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري د مطبوعاتو او رسنیو د رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د امارتي ادارو له ویاندویانو څخه یې وغوښتل، چې د خپلو ادارو فعالیتونه په ښه ډول خپاره او له رسنیو سره شریک کړي، ښاغلي انصاري زیاته کړه؛ د سیمه ییزو رسنیو مسؤلیت دی، چې حقایق خپاره او د بې ځایه افواهاتو او تبلیغاتو مخنیوی وکړي.
دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسؤل عبدالسمیع خاوري او د یادې کمیټې غړو د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ترمنځ د متقابلې همکارۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د غوره اطلاع رسونې پر اهمیت ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق
