په سرپل کې د علمي او فرهنګي سیالۍ (اسلامي عقاید) پایلې اعلان شوې 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۱۸
....

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ د زندانونو چارو د آمریت په همغږۍ د (اسلامي عقاید) په نوم علمي او فرهنګي سیالۍ پایلې اعلان شوې، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما، د یاد ریاست د ځوانانو چارو آمر، د البرز علمي او فرهنګي ادارې استازي مولوي قدرت‌الله سهیل، د سرپل ولایت د زندانونو چارو آمریت مسؤلینو او زندانیانو ګډون کړی وو.
د البرز علمي او فرهنګي ادارې استازي د یادې سیالۍ اساسي موخه د باورونو اصلاح، د سالم فکر پیاوړتیا او د بنديانو هڅول وبلل او زیاته یې کړه؛ د ټولنې راتلونکی د نني نسل پر فکر او پرېکړو پورې تړلی دی، له همدې امله فکري روزنې او زده کړو ته پاملرنه یوه بنسټیزه اړتیا ده.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دا ډول پروګرامونو جوړولو موخه د زندانيانو فکري اصلاح وبلله او ویې ویل: زندانيان باید له داسې فرصتونو څخه د خپل شخصیت د بیا جوړونې لپاره ګټه واخلي، څو له آزادېدو وروسته د پوهې څښتنان او په ټولنه کې د مثبتو اشخاصو په توګه را څرګند شي، دین او نظام ته د ایمان او نیکو اخلاقو په چوکاټ کې رښتینی خدمت وکړي.
زندانيانو د دغه پروګرام د جوړېدو هرکلی وکړ او د داسې سیالیو ترسره کېدل یې د خپل علمي او فرهنګي ظرفیت د لوړولو لپاره یوه ارزښتناکه زمینه وبلله او د ورته تعلیمي او فرهنګي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې  په یاده غونډه کې ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.

۱۴۴۷/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS