د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۵۵
...

سه شنبه (۲۶ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه په یاد معينيت کې ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسيون رئيس ښاغلي مهاجر فراهي د کمېسيون په اهميت خبرې وکړې او د ياد کمېسيون چارې يې د افغاني فرهنګ د پراختیا او ودې لپاره ارزښتناکې وبللې.
ورپسې د کمېسيون د منشي له لوري ۲۰۰ کليمو او اصطلاحاتو ته د جوړو شويو بديلو کليمو په اړه بحث وشو او د کميسيون غړو يې د تطبیق کولو په موخه نظريات شريک کړل.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې د یاد کمېسيون غړو په کارونو کې د پرمختګ او نوښت په موخه بېلابېلې مشورې شريکې کړې او په دې اړه يې خپل نظريات وړاندې کړل.
د غونډې په وروستيو کې د کمېسيون د عملي کار لپاره ساحه وټاکل شوه، تر څو ټاکل شوې کميټه د یادې ساحې له لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څخه نظارت وکړي او له ټاکل شويو معیارونو سره يې برابرې کړي.
  
۱۴۰۴/۴/۳۱ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS